د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین وايي، دا مهال په یاد وزارت کې ۵ زره تاریخي آبدې ثبت دي او تر ۲۰ زرو نورې تاریخي آبدې شتون لري. عتیق الله عزیزي هرات د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې په یاد وزارت کې ۵ زره تاریخي آبدې ثبت دي او که چېرې دقیقه سروې وشي له ۱۵ زرو تر ۲۰ زرو تاریخي آبدې شتون لري، چې حکومتونه د ۴۰ کلونو جګړو له امله نه دي توانېدلي په یاد وزارت کې یې ثبت کړي. نوموړي وویل چې هرات، مزارشریف، بامیان، غزني ، کابل او کندهار زیاتې تاریخي آبدې لري، چې په لسګونه یې له اسلام څخه د مخه تاریخ لري. هغه زیاته کړه چې د تېرو ۴۰ کلونو جګړو په ترڅ کې ډېرې تاریخي آبدې سختې زیانمنې شوي او بیا رغونې ته اړتیا لري.
































