د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالاتونو او بریتانیا پر ایران تازه بندیزونه لګولي او له اسټرالیا، کاناډا او یو شمېر نورو متحدینو یې غوښتي چې دوی هم پر ایران بندیزونه ولګوي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، امریکا د نړۍ له شاوخوا نورو هېوادونو سره یوځای د ایرانیانو د ملاتړ او د عدالت د تامین لپاره هڅې کوي چې پوښتنې وشي او بشري حقوق رعایت شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، پر ۲۵ ایرانیانو په انفرادي ډول بندیز لګېدلی دی، درې حکومت پلوه رسنۍ په دغه بندیز کې شاملې دي او د ایران پر یوه انټرنېټي څېړنیز شرکت هم بندیز لګول شوی دی. ایراني چار واکو بیا دغه بندیزونه غندلي او ویلي یې دي چې امریکا د ټولو نړیوالو اصولو خلاف پر ایران فشار راوړی دی.
































