روسیې په افغانستان کې د اوکراین په پرتله له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو په کمولو سخته نیوکه کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا ویلي چې اوکراین سږ کال یوازې له ملګرو ملتونو څخه ۱.۸۳ میلیارده ډالره بشري مرستې ترلاسه کړې چې دا له افغانستان سر د یاد سازمان د شویو مرستو په پرتله یو میلیارد ډالر زیاتوالی ښیي. د ټاس خبري آژانس د خبر له مخې، نیبنزیا د عامه او خصوصي بشري مشارکت د پرمختګ تر سرلیک لاندې د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې دغه اندازه د افغانستان له عامو خلکو سره د شویو بشري مرستو په پرتله یو میلیارد ډالر توپیر لري.
































