په پنجشېر ولایت کې د لومړي ځل لپاره زمرد په قانوني ډول استخراج او وپلورل شول. د یاد ولایت کې ځايي چارواکي وايي زمرد داوطلبۍ له لارې په ۲۴ میلیونه او ۵۶۹ افغانیو وپلورل شول. د پنجشېر له دوو کانونو د استخراج شویو زمردو د داوطلبۍ لپاره مراسم جوړ شوي وو چې د قیمتي ډبرو لسګونه سوداګرو او کاروباریانو ګډون پکې کړی و. د زمرد ځینې ټوټې ان تر ۱۵ زه ډالرو پورې هم وپلورل شوې او داسې زمرد هم پکې وو چې ان په درې سوه زره ډالرو وپلورل شول. د قېمتي او نیمهقېمتي ډبرو د اتحادیې مشر فیصل وايي، دا بهیر په داسې ډول پیل شوی چې هر کان ته جواز ورکړل شوی او معدن کاران او کیندونکي یې په خورا ښه ډول استخراجولی شي.
































