د چین صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر په۱۵مه په بېجينګ کې د زامبيا له ولسمشر هکنده هيچليما سره وکتل.
لي چيانګ وويل، چين او زامبيا ژوره دوستي او پراخې ګډې ګټې لري او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د يووالي او همکارۍ بېلګه يې وړاندې کړې ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مخکې له ولسمشر هکنده هيچليما سره په خبرو اترو کې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره ګډه طرحه جوړه کړې ده. چين غواړي له زامبيا سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د شوې مهمې ګډې نظريې د پلي کولو لپاره کوښښ وکړي، د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو، د صنعتي او کرنیزو چارو د عصري کولو، د زرغون پرمختګ او ډيجيټلي اقتصاد په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او دواړو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې خوندي کړي.
ولسمشر هکنده هيچليما وویل، چې د زامبیا او چین اړیکې د ډبرې په څېر ټینګې دي. د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې چين په بريالۍ توګه پرمختيايي لاره خپله کړې ده. زامبیا د یو چین د پېژندنې پر اصولو ټينګار کوي او غواړي له چین سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړي او ګډ پرمختګ ته وده ورکړي.
(لیلا)
































