سویس کې د افغانستان د امانتي صندوق د مدیره پلاوي غړی شاه محمد محرابي وایي، په دغه هېواد کې د افغانستان درېنیم میلیارد ډالر شتمنۍ شاوخوا ۱۴۰ میلیون ډالر ګټه کړې ده. محرابي زیاتوي، د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو لپاره اړتیا ده، چې د افغانستان بانک د امریکا او د اروپایي بانکونو باور خپل کړي. نوموړي ویلي، چې په هېواد کې د ملګرو ملتونو د مرستو کڅوړې، د پیسو د حوالو زیاتوالی او په راکړو ورکړو کې د افغانیو کارول د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د زیاتوالي لاملونه دي. شاه محمد محرابي دغه راز ټینګار کوي، چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال له جنورۍ تر جولای میاشتې پورې له افغانستانه د ۹۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي، چې د تېرکال پرته درې سلنه زیاتوالی ښيي. د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو په تېر کې یې ټینګار کړی چې د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنۍ باید د افغانستان بانک ته وسپارل شي.
































