د کندهار بڼوال او سوداګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د اب جوشو حاصلات زیات دي خو بیې یې د نورو کلونو په پرته ټیټې دي، چې له امله یې د دوی شوي لګښتونه، نه پوره کوي. دوی وايي د کندهار اب جوشو لپاره دې بازار موندنه وشي. د دغه ولایت د اب جوشو ډېره برخه پاکستان او هند ته صادریږي. د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، تېر کال له یاد ولایت څخه د ۳۲ میلیونه ډالرو په ارزښت، له لس زره ټنه څخه زیاتې اب جوشې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې دي. دکندهار، ژېړۍ، پنجوايي، میوند، ډنډ، دمان، ارغنداب او ارغستان ولسوالیو کې د میوو زرګونه باغونه شتون لري، چې حاصلات یې د کورنیو مارکېټونو تر څنګ بهرنیو هېوادونو ته لېږل کېږي.
































