افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل کې ۳۴۳ بېوزلو کورنیو ته چې د کورنۍ غړو شمېر یې ۱۷۳۴ تنو ته رسېږي، ۱۶میلیونه او شپږ زره افغانۍ نغدي مرستې ووېشلې. د دې ټولنې مسوولین وایي، هرې مستحقې کورنۍ ته یې پنځهزره افغانۍ نغدي مرسته ورکړې ده. د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر مطیعالحق خالص وایي، په تېر یو کال کې یې له کابل ښاره څه باندې ۴۱زره سوالګر راټول او بایومټریک کړي دي. نوموړی زیاتوي، په یادو بېوزلو کې څه باندې ۱۸زره یې مستحق او پاتې نږدې ۲۳زره یې حرفوي وو. خالص د بېوزلو کورنیو ته د نغدي مرستو ورکړې په هدف جوړې شوې ناستې ته وویل، تراوسه یې په ټول کابل کې ۱۲۴۹ کورنیو ته چې د غړیو شمېر ۶۶۱۲تنه کېږي، څه باندې لس میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده. د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو مشر مولوي الیاس خیل ناصري بیا پر نړیوالې ټولنې او نورو بنسټونو غږ وکړ چې پهدې سختو اقتصادي شرایطو کې د افغان غریبو وګړو لاسنیوی وکړي.
































