د چين صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د دې هېواد د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې په مرکز نان نينګ ښار کې د ويتنام له صدراعظم فام مين چينح سره وليدل. فام مين چینح د چين او اسيان نندارتون کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی.
لي چيانګ ويلي، چې د دواړو هېوادونو د واکمنو ګوندونو د عمومي منشياونو، شي جين پينګ او نګوين فو ترونګ تر لارښوونې لاندې، د دواړو ګوندونو او هېوادونو ترمنځ اړیکې د ښه پرمختګ په حال کې دي. هېواد يې په دې سيمه کې له ويتنام سره اړيکو ته لومړيتوب ورکوي او هيله لري، چې له ويتنام سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې پلې کړي، يو له بل څخه ملاتړ وکړي، ګډې ستراتژيکې ګټې خوندي وساتي او دوه اړخيزې اړيکې پياوړې کړي.
فام مين چينح ويلي، چې د دواړو ګوندونو او هېوادونو ترمنځ د اړيکو ژورول تل د ويتنام لومړی ستراتيژيک انتخاب دی. ويتنام د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي، د چين له پرمختګ او ابادۍ څخه ملاتړ کوي او هيله لري، چې د دواړو ګوندونو د مشرانو مهمې موافقې پلې کړي، د زراعت، تجارت، پولي او کلتوري چارو په برخو کې همکارۍ ژورې کړي، توپيرونه په ښه توګه کنټرول کړي او څواړخيزه همغږي پياوړې کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ هر اړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې پياوړې کړي.
































