د ننګرهار د دوربابا ولسوال له دندې ګوښه شوی دی. ولسوال وايي د څڅوبي دروازې او پاکستاني تاسيساتو سره تر مخالفت کولو وروسته د ولايت مقام څخه ورته ټليفون راغی او ورته وويل شول چې نور له دندې برطرف دی او چارې بايد سرپرست ولسوال ته پريږدي. نوموړی داسې مهال له خپلې دندې ګوښه کیږي چې، په دې وروستیو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یو ځل بیا تحرکات زیات شوي، چې تازه یې د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ څڅوبي سیمه کې تاسیسات جوړ کړي دي. ورته مهال د ننګرهار اوسېدونکي وايي، چې په دوربابا ولسوالۍ کې د پاکستان د تحرکاتو په وړاندې د حکومت چوپتیا پوښتنې پيدا کړې دي. دوی وايي داسې ښکاري چې افغان حکومت پر ډېورنډ کرښه له پاکستان سره معامله کړې ده.
































