د هلمند امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د اوسپنې د قاچاقو مخه ونیول شوه. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عزت الله وايي، چې د یاد ولایت د ګرمسیرولسوالۍ په صفار سیمه کې امنیتي ځواکونو درې موټر نیولي چې غوښتل یې په غیرقانوني توګه اوسپنه ګاونډي هېواد ته قاچاق کړي. ورته مهال د ګرمسېر ولسوالۍ امنیه قومندان هم وايي، چاته به اجازه ورنه کړي چې توکي په غیر قانوني توګه له هېواده بهر ته ولېږدوي. هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې دې ته ورته د لسګونه ټنه اوسپنې د قاچاق مخه نیول شوې وه.
































