د بدخشان امنیتي مسوولین وايي چې څلور نجونې پرون د دغه ولایت د مایمي ولسوالي په «تنګ شېوه» سیمه کې اوبو ډوبې کړې دي. د بدخشان د امنیې قومانداني ویاند احسانالله کامګار وايي، یادو نجونو غوښتل چې تنګ شېوه سیمه کې پر سیند له یوه جوړ شوي پله نه تېرې شي، خو پل یواړخه شوی او دوی اوبو ته لوېدلې دي. هغه زیاتوي چې تر اوسه یې د یادو څلورو نجونو مړي يې نهدي موندلي، خو په اړه یې پلټنې روانې دي. د یادونې ده چې د بدخشان اوسېدونکي وختناوخت عامه خدمتونو ته د نه لاسرسي او سختو لارو له کبله له ورته پېښو سره مخامخېږي.
































