د اسیا کپ کرکټ سیالۍ د هند په بري پای ته ورسېده. دا اتم ځل دی چې هند د اسیا کپ ګټي. د سري لانکا د کولمبو په ښار کې کوربنې لوبډلې د پایلوبې پچه وګټله او خپله یې لومړۍ د توپ وهنې پرېکړه وکړه. خو د هند محمد سراج د سري لانکا شپږ لوبغاړي ژر ژر وسوځول او دا لوبډله یې پرېنښوده چې لوی هدف وټاکي. د سري لانکا ټوله لوبډله په ۱۵.۲ اورونو کې وسوځېده. د هند تېزو توپ اچوونکو محمد سراج شپږ، هارډیک پانډیا درې او جاسپریت بومرا یو سري لانکايي لوبغاړي اوټ کړل. هند دا هدف په ډېرې اسانۍ سره په ۶.۱ اورونو کې پوره کړ ، سري لانکا ته یې په لسو ویکټو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله. دا لوبې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د پاکستان اوسري لانکا په کوربتوب پیل شوې. افغانستان، بنګله دېش، سري لانکا، پاکستان، نیپال او هند په کې ولوبېدل.
































