د جي ۷۷ او چين دوه ورځنۍ سرمشريزه د سپتمبر په ۱۶مې نېټې د کيوبا په پلازمينې هاوانا کې د يوې اعلاميې ((د هاوانا اعلاميه)) په خپرېدو سره پای ته ورسېده.
د جي ۷۷ او چين د سږنۍ سرمشريزې منځپانګه “اوسنۍ پرمختیایي ننګونې: د ساینس، ټکنالوژۍ او نوښت رول” ورټوله وه.
په يادې اعلاميې کې د نړیوال مالي جوړښت د هراړخیز سمون او د نړیوالې اقتصادي ادارې د لا پراخې او همغږې بڼې د رامنځته کولو غوښتنه شوې ده.
په اعلاميې کې ليکل شوې، چې ټکنالوژي او نوښت د پرمختللو هیوادونو د دوامدار پرمختګ لپاره مهم اهميت لري او د هر کال د سپتمبر ۱۶مه نېټه پکې د پرمختللو هيوادونو د ساینس، ټکنالوژۍ او نوښت ورځې په توګه ټاکل شوې ده.
































