له هرات ولایت هره میاشت سل زره متره مربع غالۍ د نړۍ بازارونو ته صادریږي. په هرات کې د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو اتحادیه وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله د صادراتو وضعیت ښه شوی، خو لا هم افغاني غالۍ د ګاونډیو هېوادونو په نامه نړیوالو بازارونو ته صادریږي. د هرات ښار یو شمېر غالۍ پلورونکي وايي، اړینه ده چې ده چې د هېواد غالۍ د نړۍ بازارونو ته معرفي او د افغانستان په نامه صادرې شي. د یادونې ده، د افغانستان ډېره برخه لاسي غالۍ په لویدیځو ولایتونو کې اوبدل کېږي چې په دې برخه کې زرګونه کسان پر کار بوخت دي او ډېری بېوزله کورنۍ له دې لارې خپل لګښتونه پوره کوي.
































