د مالتا ولسمشر جورج ويلا د سپتمبر په ۱۷مې نېټې د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو دفتر له مسؤل وانګ يي سره کتلي او په یو لړ مسئلو ورسره غږيدلي دي.
وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې چين او مالتا تل يو د بل درناوی کړی، يو له بل سره يې ښه مساوي چلند او مرستې کړي او ګډ پرمختګ يې موندلی دی او د دواړو هېوادونو خپلمنځي اړيکې يې د پرمختګ نمونه بللې ده.
نوموړي د مالتا هغه کړنې، چې د يو چين د پېژندلو پر اصل ټينګار لري، د چين پرمختګ ته په سم نظر ګوري او دريځونه يې درک کولی شي، ستایلې دي.
وانګ يي زياته کړې، چې چين او مالتا به په ټينګې ارادې يو له بل څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او د ګډو ګټو پر بنسټ به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او باور یې ښودلی، چې په راتلونکو پنځوسو کلونو کې به د دواړو هېوادونو اړيکې ډېر ښه راتلونکی ولري.
د مالتا ولسمشر جورج ويلا ويلي، چې هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او تمه يې ښودلې، چې ور سره لا نورې زياتې واقعي همکارۍ وکړي او خپلمنځي اړيکې يې نور هم پرمختګ ومومي.
































