د کندوز د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د علي آباد ولسوالۍ په میرشیخ بلوچ کلي کې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ او د وزارت د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې پروګرام په همکارۍ د ۸۰ میلیونو ۹۷ زره ۷ سوه افغانیو په لګښت په سولرپمپ سیستم سمبال د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پيل شوې. د کندوز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست استازی انجنير دوست محمد سيد زي وايي چې په یاده پروژه کې د ۷۰ زره ۹۹ مترو په اوږدوالي د نلیکې غځول، کور په کور د ۱۵۲ نلکو نښلول، د ۱۰۰ مترو په ژورتیا د ژورې څاه کېندل، د ۴۰ متر مکعب په لوړوالي د اوبو د زیرمې جوړول، د ۳۹ سولر ښېښو او د احاطوي دېوال جوړول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې ۴۲۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
































