د ترافیکو د عمومي ریاست له لوري د پلازمینې کابل ښار په ۱۰ څلور لارو کې د ترافيکي څراغونو د نصب او فعالولو لړۍ پیل شوه او په همدې موخه نن د ارزان قیمت په لومړۍ څلور لارې کې نوي ترافيکي څراغونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فعال شول. د کورنیو چارو وزارت ریيس ارکان عبدالرحیم احمد په یادو مراسمو کې وویل، چې په روان کال کې د کابل په ګډون د هېواد د لویو ښارونو په ۵۶ څلور لارو کې د ترافیکي څراغونو نصبول په پام کې وو، چې له هغې جملې څخه ۱۰ يې په کابل ښار کې دي، چې د یوې میاشتې په ترڅ کې به یې چارې بشپړې شي. احمد زیاته کړه، چې دمګړۍ د کابل ښار په ۱۵څلور لارو کې ترافيکي څراغونه فعال دي او د یوې میاشتې په موده کې به په ۱۰ څلور لارو کې د ترافيکي څراغونو د نصبولو ترڅنګ د ۲۶ هغو څلورو لارو ترافيکي څراغونه هم فعال شي، چې له کاره لوېدلي دي. د نوموړي په وینا د یادو څراغونو پر فعالولو ۵۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او دغه لړۍ به تر پلازمېنې کابل وروسته د هېواد لویو ښارونو ته هم وغځوي. نوي ترافيکي څراغونه به د کابل ښار د تهیه مسکن، دریم پروان، پل سرخ، پوهنتون، ملي بس، ارزان قیمت، سرای غزني، شاه دوشمشېره، او شهید سردار محمد داود خان په څلورو لارو کې نصب او فعال شي.
































