د یو شمېر هېوادونو مشران او چارواکي د ملګرو ملتونو په ۷۸ مه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلي دي. د ملګرو ملتونو عمومی منشي انتونیو ګوتریش مخکې ویلي وو چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په اجنډا کې به د افغان ښځو حالت په اړه هم خبرې وشي. د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه سبا سې شنبه تر سره کیږي او موضوع يې د نړیوال باوراو پیوستون جوړولاو دوامدارې پراختیا ته د رسېدو په موخه د ۲۰۳۰ کال د اجنډا په پلې کولو کې د حکومتونو د اقداماتو ګړندي کول دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي و چې د افغان ښځو د حالت موضوع به د هېوادونو له مشرانو سره یاده کړي. په اوکراین کې د سولې راوستل هم یوه له هغو نورو مسلو څخه ده چې د ملګرو ملتونو سرمشریزه ورسره مخ ده. ګوتریش مخکې ویلي و چې اوس د روڼ سبا لپاره د جوړجاړي وخت دی.
































