ولسمشر غني یوه بدنام جګړه مار ته د مارشالۍ رتبه ورکړې ده. فارین پالیسي نشریې په یوه مقاله کې لیکلي دي د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ تر جوړجاړي وروسته یو شرط دا و، چې ولسمشر غني به جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړي. نشریه لیکي، دوستم په تېرو جګړو او بیا د امریکا د راتګ پر مهال په شوو جګړو کې خورا بدنامه جګړه ماره څېره وه. په دغه مقاله کې راځي چې پر هغه د سلګونه کسانو د وژلو تور پورې دی او همدا راز په ګڼو نورو جنګي جنایتونو هم تورن دی. سرچینه کاږي چې نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې د خپل یوه سیاسي سیال په جنسي ځورونه هم تورن دی خو حکومت یې پر وړاندې اقدام نه دی کړی. فارین پالیسي لیکي د ولسمشر غني حکومت ژمنه کړې وه چې حکومت به له جګړه مارو او مفسدو خلکو پاکوي خو دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه ښيي چې هغه په افغانستان کې د یوه پاک او سالم نظام په جوړولو کې ناکام دی. د نشریې په باور دوستم ته یې باید د کړنو سزا ورکړل شوې وای، نه چې هغه ستایل کېږي او ورځ په ورځ یې موقفونه لوړېږي.
































