د امریکې ولسمشر جوبایډن د سپتمبر په ۱۵مې نېټې د دغه هېواد کانګرېس ته په يوه راپور کې چین د عمده نشه يي موادو سرچېنه بللې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د سپتمبر په ۱۸مې نېټې د جوبايډن ياد تور له حقیقته لرې بللی او په وينا يې، امريکا پر چين ورته ډېر بېځايه تورونه لګولي دي. چين ور سره ټينګ مخالفت کوي او له امريکا څخه يې جدي احتجاج څرګند کړی دی.
ماو نینګ ويلي، چې د امریکې نفوس په نړۍ کې له ۵ سلنې کم دی، خو د نړۍ ۸۰ سلنه هغه درمل پکې کارول کيږي، چې له کوکنارو څخه جوړ شوي دي او په خبره يې، امریکا په ګردې نړۍ کې نشه يي موادو ته تر ټولو زیاته اړتیا لري.
نوموړې ويلي، چې د چین حکومت د نشه يي موادو د مخنيوي کارونو ته ډېره پاملرنه کوي او د ناروتیک او ذهني درملو په شمول ځينو برخو کې يې ۴۵۶ ډوله درمل تر څار او کنټرول لاندې نیولي دي.
ماو نينګ زياته کړې، چین په نړۍ کې د نشه يي موادو د کنټرول لپاره تر ټولو جدي تدبیرونه لري، ۳۸ ډول اسان جوړېدونکي زهرجن کیمیاوي توکي يې کنټرول کړي، چې په دغه شمېر کې د ملګرو ملتونو د ټاکل شویو ۲۴ توکو په نسبت ۱۴ ډوله هم زیات دی.
(هیله)































