د چین د معلولینو ټولنې ۸م ملي کانګرېس د سپتمبر په ۱۸مې نېټې د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې پرانیستل شو.
د دغه کانګرېس په پرانیستونکو مراسمو کې د دولت رئیس شي جين پينګ، لي چیانګ، جاو له جي، وانګ هو نینګ او څای چي په شمول د هېواد مشرانو ګډون کړی و.
د چين مرستیال صدراعظم دینګ شوی شیانګ د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا په استازیتوب ياد کانګرېس ته وینا کړې ده.
(هیله)
































