ایران وایي افغان حکومت باید د هغو کسانو ستاینه وکړي چې د فاطمیون په ډله کې په عراق او سوریه کې جنګېدلي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي په کابل کې په یوه غونډه د خبرو پر مهال ویلي فاطمیونو په سوریه او عراق کې د داعش ډلې پر ضد جګړه وکړه له همدې امله کابل او ایران ددغه ډلې له بریدونو په امان دي. دده په باور که فاطمیون په یادو هېوادونو کې له داعش سره نه وی مخامخ شوی نو دغه ډلې به په کابل او تهران کې جګړې کړې وې، نو افغانان باید د فاطمیونو ډلې ستاینه وکړي. فاطمیون هغه ډله ده چې ایران د افغانستان له شعیه وګړو جوړه کړې ده او په سوریه کې د ایران په لارښوونه او ملاتړ د بشارالاسد د نظام د ساتنې لپاره جګړه کوي.
































