په کابل ښار کې له قره قل څخه یو شمېر خولۍ جوړونکي، د دغه صنعت د بازار نشتوالي ته اندېښمن دي. دوی وايي، چې مسوولین باید د نړیوالو نندارتونونو د جوړولو په برخه کې له قره قل څخه جوړو شویو توکو ته هم جدي پام وکړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند بیا وايي، چې د نورو هېوادونو د ویزې ستونزې له امله د قره قل لپاره نړیوال نندارتونونه، نه جوړیږي او هڅه کوي، چې دغه مسایلو ته رسېدنه وکړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت، د قره قل ۳۰۰ زره پوستکي یا څرمنې بهر ته صادرې شوې دي.
































