استرالیايي رسنیو د خپل هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې دغه هېواد د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د شاوخوا ۵۰ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي دي. د استرالیا ایس بي ایس ټلویزیون پرون ویلي، له ۲۰۲۱ راوروسته د افغانانو له لوري د پناه لپاره په وړاندې شویو غوښتنلیکونو کې تراوسه پورې د نږدې ۵۰ زره تنو پناه نه ده منل شوې. ایس بي ایس زیاتوي، پر دې سربېره چې د ۵۰ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد شوي، لږترلږه د ۱۴۴ زره نورو غوښتنلیکونه تراوسه پورې بیخي څېړل شوي نه دي. د دې مانا دا نه ده چې د دغو ۱۴۴ تنو غوښتنلیکونه رد شوي بلکې د څېړلو نوبت یې نه دی رارسیدلی. له بلې خوا افغان – استرالیا ټولنې او په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو پخوانیو همکارانو ویلي چې د دوی د ګڼ شمېر نږدې خپلوانو وېزې لغوه شوي دي.
































