په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت په رسمي بڼه افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د افغانستان سفارت له لوري په جوړه شوې ناسته کې د سفارت چارسمبالي، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د کونسلګرۍ څانګې رییس او تخنیکي پلاوي ګډون کړی و. په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالی سردار احمد شکیب وايي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر اړین دی. نوموړي د بهرنيو چارو وزارت له ورغلي پلاوي څخه د دې بهیر د فعالولو له کبله مننه کړې ده. شکیب ویلي، چې له دې وروسته د پاسپورت غوښتونکي کولی شي د پاسپورت فورم آنلاین ترلاسه او پر ټاکلي وخت سفارت ته مراجعه وکړي. په پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې ډېر ژر به د انلاین فورم سیستم لینک پر ټویټر، فیسبوک او د سفارت د وېب پاڼې له لارې خپور کړي.
































