د چین د دولتي شورا غړي او د عامه امنیت وزير وانګ شیاو هونګ د سپتمبر په ۱۹مې نېټې د جیانګ سو ولایت په لیان یون ګانګ ښار کې د عامه امنیت د نړیوال همکاريز فورم په څنډې کې په جلا جلا توګه د ګویان له کورنیو چارو وزیر روبیسون بین، د روسیې له فدرالي مرستیال څارنوال ګرودوف، د قرغېزستان له کورنیو چارو وزیر نیزبیکوف او تاجکستان له کورنیو چارو وزیر رحیم زودا سره کتلي دي.
وانګ شیاو هونګ په همدې ورځ نیزبیکوف، رحیم زودا او د لاوس د عامه امنیت وزارت مرستیال کنګینګ پیلامنیفون او د سلیمان ټاپوګانو د پولیس ادارې دایمي سکریټر ته طلايي او نقره يي ميډالونه((لوی ډیوال)) ورکړي دي.
(هیله)































