د نړيوال پرمختګ وړانديز د همکاريزو لاسته راوړنو لوړ پوړې غونډه د چين په کوربتوب د سپتمبر په ۱۹مې نېټې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې تر سره شوه.
په دغه غونډه کې د چين د دولت مرستيال رئيس هان جنګ ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي په خپله وينا کې ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ دوه کاله مخکې د ملګرو ملتونو په ۷۶مې عمومي اسمبلۍ کې د نړيوال پرمختګ وړانديز اعلان کړی. له تېرو دوو کلونو راهيسې له ۷۷ زيات هېوادونه د دغه وړانديز د دوستانو ډلې سره يو ځای شوي او نژدې ۲۰۰ همکاريزې پروژې د دغه وړانديز په پروژو کې شاملې شوي دي.
چين ډېر مخکې اعلان کړی، چې د نړيوال پرمختګ وړانديز د پلي کولو لپاره به لس ميليارډه امريکايي ډالره ځانګړي کړي او په کار به یې واچوي.
د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ مشر ډانيس فرانسېس نوموړې غونډې ته ويډيويي وينا کړې او د ملګرو ملتونو د دايمي چارو مرستيالې سرمنشۍ امينه محمد د سرمنشي انټونيو کوټرېش په استازيتوب يادې غونډې ته وينا کړې ده.































