د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د سرپرست حکومت له یوه کاري پلاوي سره یې په دوحه کې د نشهیي توکو د له منځه وړلو پر متقابلو اندېښنو، دوه اړخیزو مسایلو، د افغانستان له خلکو ملاتړ، د نشه يي توکو د تولید مخنیوی، د روږدو درملنه او د بدیل معیشت په اړه بحث او خبرې کړې دي.
































