سپینې ماڼۍ له کانګرس څخه غوښتي، چې د اوکراین د ملاتړ لپاره د میلیاردونو ډالرو نوره مرسته تصویب کړي. د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي پرون چهارشنبه خبریالانو ته ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن به نن په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره وګوري او له هغه به د جګړې د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړې، چې منی را روان دی او وخت حساس دی. کربي دغه راز ویلي، چې سپینې ماڼۍ زیلینسکي تشویق کړی چې د کانګرس له غړیو سره وګوري چې د پوځي مرستو د دوام ملاتړ یې وکړي.
































