د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بېجينګ ښار د ګوندي کمېټې منشي ين لي د يوه پلاوي په مشرۍ له قطر څخه رسمي لېدنه کړې ده.
نوموړی د سپتمبر په ۱۸مې نېټې د قطر د حکومت په بلنه دغه هېواد ته تللی او په ۲۰مې نېټې يې خپل سفر پای ته رسولی دی.
ين لي د دغه سفر په ترڅ کې د قطر د صدراعظم دفتر له رئیس او د سیاحت د ملي کميسيون له مرستیال مشر حراج، د پانګونې ادارې د مدیره پلاوي له رئیس او د مرکزي بانک له مشر شيخ بندر، د ښاروالۍ چارو وزير عبدال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیر او د ازادې اقتصادي سيمې د مدیریت کمېټې له مرستیال مشر منای سره کتلي دي.
ين لي ويلي، چې سږ کال د چين او قطر ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۳۵مې کاليزې او د بېجينګ او دوحې د دوستۍ د ټينګېډو له ۱۵مې کاليزې سره برابر دی.
نوموړي ويلي، چين به له قطر سره په ګډه د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمه اجماع او د چين-خليج د سرمشريزې لاسته راوړنې عملي کړي، د حکومتولۍ په اړه متقابلې زده کړې به پياوړې کړي او د چين او قطر، چین او خلیج او چین او عرب تر منځ اړیکې به نوې کچې ته لوړې کړي.
نوموړي زياته کړې، چې بېجينګ به له قطر سره او په ځانګړې توګه دوحې سره د کلتور، سيلانۍ، پانګونې او نورو برخو کې تبادلې او همکارۍ ژورې کړي او د چين او قطر د اړيکو د پرمختګ لپاره به خدمتونه وکړي.
(ژباړه: شکريه)































