یو شمېر امریکایي استازي وایي چې د ټولو سرتېرو د ایستلو په تړاو د ټرمپ له پرېکړې ملاتړ کوي. د امریکا په استازو جرګه کې د کیتناکي ایالت استازي توماس میسي ویلي دی د ټرمپ له پرېکړې ملاتړ کوي. دده په خبره ددې وخت دی چې امریکا نور له پردیو جګړو لمن ټوله کړي او ټول سرتېري هېواد ته راستانه کړي. نوموړي ویلي له دې نظر سره هم مخالف دی چې ګواکي یو شمېر سرتېري دې په افغانستان کې پاتې شي. دده په باور په افغانستان کې د امریکايي نظامیانو حضور بې ګټې دی او باید ټول سرتېري له افغانستان و ایستل شي. توماس وایي چې په دې تړاو به پراخ فعالیتونه پيل کړي څو د ټرمپ ددې نظریې ملاتړي ډېر کړي.
































