د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۰مې نېټې د دغه هېواد د جه جيانګ ولايت له جين هوا ښار څخه لېدنه کړې ده.
نوموړی په جين هوا ښار کې د يي وو د هو جای واټ لي جو کلي او د يي وو د نړيوالې سوداګرۍ مرکز ته ورغلی او هلته يې د ځايي ځانګړتيا لرونکو صنعتي چارو، د کليوالو سيمو د سمسورتيا او د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ په اړه معلومات تر لاسه کړي دي.



































