د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سپتمبر په ۲۰مې نېټې د دغه هېواد په سنت پيترزبورګ ښار کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو له غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو دفتر مشر وانګ يي سره کتلي دي.
ولاديمير پوتين په دغې کتنې کې له چين سره د رښتينيو همکاريو د پياوړتيا هيله ښودلې او د کمربند او لارې وړانديز لوړه ستاينه او ملاتړ يې کړی دی.
نوموړي د کمربند او لارې وړانديز په اړه له هر ډول تحریف او نيوکو سره مخالفت ښودلی او تمه يې ښودلې، چې د اروپا او اسيا اقتصادي ټولنې او د دغه وړانديز ترمنځ پيوستون پياوړی او د سيمه ييز يووالي بهير چټک شي.
نوموړي زياته کړې، چې د روسيې، چين او بېلا بېلو خواوو تر ګډو هڅو لاندې د برېکس د غړيو شمېر زيات شوی او همکارۍ يې نوې مرحلې ته ننوتلې دي.
پوتين ويلي، چې روسیه به د شانګهای همکارۍ سازمان او برېکس په شمول د څواړخيزو چوکاټونو له لارې له چين سره نژدې همغږۍ ته دوام ورکړي، له يواړخيزم او ډلبازۍ سره به مخالفت وکړي او نړيوال عدالت او انصاف به وساتي.
وانګ يي روسيې ته د روان سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د فډرالي امنيت د کانګرېس له سکرتر پيتروشيف او بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف سره ليدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلا بېلو برخو د همکاريو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.
نوموړي د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين سره په يادې کتنې کې ويلي، چې هغه به له روسي لوري سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو توافقاتو له مخې د متقابل ستراتيژيک اعتماد، رښتينې همکارۍ او د خلکو دوستي لا پياوړې کړي.
وانګ يي ويلي، چې چين او روسيه د ملګرو ملتونو د دايمي غړو هېوادونو په توګه د نړيوال پرمختګ د هڅولو مهم مسئوليت لري او په وينا يې، دواړه هېوادونه باید څو اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي، خپل حقه حقونه باید وساتي او د مناسب او عادلانه نړيوال نظم لپاره باید خدمتونه وکړي.
































