ولسمشر غني چې د ملي دسترخوان په نوم د ۲۲۴ ميليونه افغانيو د مرستې وېش پروګرام په پرانیست غونډه کې نن خبرې کولې وویل، په هېواد کې ۹۰ سلنه خلک اوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه پروګرام له لارې به د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې ۹۰ سلنه خلکو ته خوراکي توکي وويشل شي. ولسمشر زیاته کړې، د مرستې د وېش لړۍ کې به ملت وېشنه او حکومت څارنه کوي. ولسمشر غني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې نوموړي د ولسمشرۍ په دواړو کمپایني غونډو کې ویلي چې د هېوادوالو په دسترخوان کې به مثبت بدلون راولي خو اوس د خلکو تر نیوکو وروسته خپله هم د فقر پر زیاتېدو اعتراف کوي.
































