د ازبکستان ولسمشر د نړیوال بانک له ريیس سره په کتنه کې د افغان ټرانس ریللارې په اړه خبرې کړې دي. نړیوال بانک له ازبکستان سره د پروژو په خصوصي کولو او د ټرانس افغان ریللارې په جوړولو کې مرسته کوي. په دې ریللار په ۲۰۱۸ م کال د افغانستان، ازبکستان او پاکستان چارواکو ابتدايي موافقه کړې وه. د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې د درو هیوادونو استازو یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې د افغانستان له مزارشریف څخه د خیبرپښتونخوا تر پېښور پورې ریللار جوړېږي. د ازبکستان، پاکستان او افغانستان استازو تېره میاشت په اسلام اباد کې له مزارشریف څخه تر پاکستان پورې د ریللارې پر جوړولو موافقه وکړه. دا ریللار به، چې ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري، په کال کې د ۲۰ میلیون ټنه بار د لېږدولو ظرفیت ولري. په افغانستان کې د ریللارې د جوړېدو په صورت کې به د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګري مالونو رسېدا له ۳۵ ورځو څخه ۳ تر ۵ ورځو ته رالنډه شي.
































