د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني په مشرۍ له یوه پلاوي سره په کتنه کې پر امنیتي مسایلو سربېره په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې، چمن بولدک لار کې له مسافرو سره د چلند، د سبزیجاتو او مېوو د صادراتو په برخه کې پر اسانتياوو رامنځته کولو او په کراچۍ کې د افغان سوداګرو په ټرانزیټي اموالو خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، چې امنیتي مسایل دې د ګډو کمېټو له لارې حل شي او لویې عبور لارې دې د سیاسي او امنیتي ملحوظاتو له امله نه تړل کېږي. دراني ويلي چې پاکستان په ډېرو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی او افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو لړۍ بیا پیلوي. نوموړي د امنیتي مسایلو په اړه د دواړو هېوادو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
































