د رياست الوزرا اداري مرستيال د افغانستان لپاره د چين له سفير جاو شينګ سره په کتنه کې ویلي، چې سرپرست حکومت د واحد چین ملاتړ کوي، د چين يو کمربند – يوه لار پروژه تاييدي او افغانستان هڅه کوي د مختلفو دهليزونو له لارې له دې پروژې سره وصل شي. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چين سفير جاو شينګ په دغه کتنه کې ویلي چې د چين تاريخي او ښې اړيکې به دوام کوي او د سرپرست حکومت تر حاکميت وروسته افغانستان په ټولو برخو کې ښه پر مخ روان دی. د چين سفير همدارنګه په افغانستان کې د سرتاسري امنيت ستاينه کړې او زياته کړې يې ده، چې د متقابل احترام او نه مداخلې پاليسۍ پر اساس له سرپرست حکومت سره په مختلفو برخو کې همکاري کوي. د چين سفير سرپرست حکومت ته له خپل لوري د هر ډول همکاريو د ډاډ ترڅنګ ویلي، چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات پلويان دي او په لويو اقتصادي پروژو کې د افغانستان د شاملولو لپاره په ګډه او مشوره کار کوي.
































