د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د افغان نجونو د حقونو او دغه راز په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له چارواکو سره کتلي دي. نوموړي پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د ۷۸یمې غونډې په څنډه کې یې د پاکستان، ناروې او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو، د ژغورنې کمېټې له مشر او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره کتلي دي. نوموړي په دې لیدنو کې په افغانستان کې زده کړو ،کار ته د مېرمنو پر لاسرسي او د بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
































