ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په افغانستان کې له جنسیتي تبعیض سره د مبارزې تر عنوان لاندې د افغان ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړه شي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق ویلي چې دا ناسته به نن د نیویارک پر وخت شاوخوا درې بجې پيل شي. دا غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ لخوا، په ملګرو ملتونو کې د مالټا، سوېلي افریقا او ډومینیکا جمهوریت له دایمي استازولیو سره په همغږۍ کې رابلل شوې ده. په دې ناسته کې به د بشري حقونو د بېلابېلو ډلو او بنسټونو استازي ګډون ولري. ویل شوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی ریپورټر ریچارډ بېنټ او د بشري حقونو د څار سازمان مرستیاله هیدربار به هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.
































