د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هوا چون اینګ وایي، چین د پکن- پاکستان اقتصادي کوریدور کې د افغانستان شاملولو ته زړه ښه کړی دی. نوموړې نن یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې ویلي، ګوادر بندر به د چین او پاکستان اقتصادي کوریدور پروژې برخه کې مهم رول ولري او پکن چمتو دی په دې برخه کې افغانستان او پاکستان سره مرسته وکړي. چون اینګ دغه راز ویلي چې هېواد یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اقتصادي اړیکو پراختیا برخه کې هم همکارۍ ته تیار دی.
































