د چين او عربي هېوادونو ۶ نندارتون د سپتمبر په ۲۱مې نېټې د چين د نينګ شيا د هوې قوم کورواکې سيمې په مرکز ين چوان ښار کې پرانيستل شوی، چې ۴ ورځې به دوام ولري.
د ياد نندارتون د پېل پر مهال ((د چين او عربي هېوادونو د اقتصادي او تجارتي اړيکو د پرمختګ جريان د ۲۰۲۲م کال راپور)) او ((د کمربند او لارې د ګډې باکيفيته ابادۍ په حال کې د چين او عربي هېوادونو د اقتصادي او تجارتي همکاريو راپور)) په رسمي ډول خپاره شوي دي.
د مالوماتو له مخې، ((د چين او عربي هېوادونو د اقتصادي او تجارتي اړيکو د پرمختګ جريان د ۲۰۲۲م کال راپور)) د ياد نندارتون د سکريتريت او د نينګ شيا پوهنتون د چين-عربي هېوادونو د څيړنيز پوهنځي لخوا برابر شوی، چې د اقتصاد، تجارت، پانګونې، انرژۍ، ډيجيټلي اقتصاد او ټکنالوژيکي همکاريو په برخه کې د دواړو خواوو د همکاريو د پرمختګ تمايل څيړنيزې پايلې پکې ځای شوي دي.
((د کمربند او لارې د ګډې باکيفيته ابادۍ په حال کې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د اقتصادي او تجارتي همکاريو راپور)) د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوال تجارت او اقتصادي همکارۍ ادارې او د نينګ شيا د سوداګرۍ ادارې لخوا جوړ شوی دی، چې پکې د چين او عربي هېوادونو په اقتصادي او تجارتي همکاريو پر نويو لاسته راوړنو څېړل شوي او موخه يې د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ لا پياوړتيا ده.
(ژباړه: شکريه)































