د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمیټې رئيس شي جين پینګ په وروستيو کې د نوي ډول صنعتي کېدو بهیر د پرمخبيولو په هکله اړوندو حکومتي څانګو ته مهمه لارښوونه کړې او په خپلو خبرو کې يې ویلي، چې په نوې زمانه کې به چين نوی مزل وکړي او د چيني شکله عصري کېدو له لارې د غښتلي هېواد د ابادۍ، د ملي سمسورتيا او د نوي ډول صنعتي کېدو بهير د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي، چې دا د چین لپاره کليدي دنده ده.
هغه پر دې ټينګار کړی، چې د نوي ډول صنعتي کېدو پرمخبېول يوه سيسټماټيکه پروژه ده. ده زیاته کړې، چې هغه کاري جوړښت دې بشپړ شي، چې زموږ ګوندي کمېټې بايد په واحده توګه د مشرتوب رول ولوبوي، زموږ حکومتونه دې اړونده تګلاره غوره کړي، تصدۍ دې عمده رول ولوبوي او ټولنيز ځواکونه دې پکې ګډون وکړي. په بېلا بېلو برخو کې دې د تګلارو په غوره کولو سره ضمانت برابر کړو او په ابتکاري رويې سره دې خپله دنده پر غاړه واخلو، چې د نوي ډول صنعتي کېدو لپاره قوي ځواکونه راغونډ کړو، تر څو د سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد د هر اړخيزې ابادۍ لپاره لا زيات خدمتونه وکړو.































