د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د سوريې ولسمشر بشارالاسد د سپتمبر په ۲۲ مه د چين په هانګ جو ښار کې د خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو اعلان وکړ.
بشارالاسد د شي جین پینګ په بلنه د سپتمبر له ۲۱ مې تر ۲۶ مې پورې د چين د جه جيانګ ولایت په هانګ جو ښار کې د اسيا د نولسمو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کوي.
د دواړو خواوو په ګډه اعلاميه کې راغلي، چې سوريه د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او چين د خپلواکۍ، ملي حاکميت، يووالی او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو لپاره د سوريې له هڅو ملاتړ کوي، په دغه هېواد کې له بهرنۍ مداخلې او غیرقانوني پوځي موجوديت سره مخالفت کوي او له اړوند هېواد څخه غواړي، چې پر سوريې ټول غير قانوني او يواړخيز بنديزونه لغوه کړي.































