د چين د دولت رئیس شي جین پینګ د سپتمبر د ۲۲ مې په ماسپښين د چين د جه جيانګ ولایت په هانګ جو ښار کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې له رئيس توماس باچ سره وکتل.
شي جين پينګ توماس باچ ته په خبرو کې وویل، چې چين د سپورټ چارو ته په درنه سترګه ګوري او په فعاله توګه د اولمپيک په نړيوالو چارو کې ګډون کوي او غواړي، چې د اولمپيک له نړيوالې کمېټې سره په ګډه د اولمپيک چارو د پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره نوي او زيات خدمتونه وکړي.
توماس باچ له شي جین پينګ سره په خبرو کې وويل، اوسمهال نړۍ له جيوپوليتيکس او نورو ستونزو سره مخامخ ده او د اولمپيک نړيواله کمېټه په ټينګار سره څواړخيزم ساتي، د سپورټي چارو له سياسي کېدو سره مخالفت کوي او پدې اړه د چين سم دريځ ستایي. باچ هيله وښوده، چې کمېټه به يې له چين سره ګډې همکارۍ پياوړې کړي، په هانګ جو ښار کې به د اسيا لوبې په بريالۍ ډول تر سره او د اسيايی هېوادونو ترمنځ يووالی او دوستي به نوره هم ټينګه شي.

































