د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمن پينګ لي يوان د سپتمبر د ۲۳مې نيټې په غرمه د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې د اسیا د ۱۹مې دورې لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون کوونکو مېلمنو د هر کلي مېلمستيا جوړه کړه.
په دې مېلمستیا کې د کمبوديا پاچا نورودوم سيهاموني، د سوريې د ولسمشر بشار الاسد ،د کويټ وليعهد میسچل او د نیپال صدراعظم پرچاندا په شمول د يو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو او استازو ګډون وکړ.
شي جين پینګ په خپلو خبرو کې د چين د حکومت او چينايانو په استازيتوب په يادو سپورټي لوبو کې د قدرمنو مېلمنو د ګډون هر کلی څرګند کړ.
هغه وویل، نن ورځ د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د چيو فن په نوم له ورځې سره برابره ده، معنی يې ښه حاصلات او د کورنيو غړو سره يو ځای کېدل دي. په همدې ورځ به موږ بيا په چين کې د اسيا د سپورټي لوبو مشعل بل کړو او غواړو، چې د اسيا د اولمپيک د شورا او د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو له پلاويو سره ګډې هڅې وکړو او نړيوالو ته چیني خصوصيت او اسيايي سټايل لرونکې او په زړه پورې سپورټي غونډه او مېله وښيو، تر څو د اسيا او د اولمپيک نړيوالو سپورټي لوبو د پرمختګ لپاره نوي خدمتونه وکړو.
هغه پر دې ټينګار وکړ، د اسيا سپورټي لوبې د اسيايانو د سولې، يووالي او ټولشموليت له هيلو څخه ډکې دي. په تېرو سلګونو کلونو کې په اسيايي سيمه کې ثابت او چټک اقتصادي پرمختګ ساتل شوی او د اسيا خلکو وتلي کارونه کړي دي. اسيايي هېوادونه د ګډ برخليک ټولنه ګڼل کيږي، نو موږ بايد د سپورټ له لارې سولې ته وده ور کړو، د نيک ګاونډيتوب پر تګلارې او د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډو برياليتوبونو پر تر لاسه کولو دې ټينګار ولرو،د سړې جګړې د فکرونو او ډله ييز مقاومت مخنيوی وکړو، تر څو اسیا د نړيوالې سولې او ثبات بنسټ وګرځي.مونږ باید د سپورټ له لارې ټولشموليت ته پرمختګ ور کړو، تمدني باور لا ټينګ او يو د بل له تجربو زده کړه وکړو، تر څو اسيايي تمدن نوی پرمختګ ومومي.
































