د بلجیم د دفاع وزیر وایي چې استخباراتي ادارې یې د نیویارک ټایمز تر راپور مخکې لا د روسیې له لوري طالبانو ته د امریکایي وګړو د وژنې پر سر د پیسو له ورکړې خبرې وې. د سپوټنیک انګلیسي د راپور له مخې، فیلیف ګافین چې د بهرنیو چارو وزارت چارې هم پر مخ وړي د خپل هېواد پارلمان ته یې ویلي چې د بلجیم د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ ویلی شي چې روسیه په بشپړه توګه د طالبانو ملاتړ کوي او په پوره ډاډ سره په افغانستان کې د روسیې احتمالي مداخله تاییدوي. بلجیم د ناټو په چوکاټ کې افغانستان کې ۹۲ سرتېري لرل چې د کرونا وبا تر خپرېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
































