د اوبو او برېښنا وزارت وایي، هېواد کې د اوبو د بحران مدیریت، د موسمي سېلابونو د مدیریت او کنټرول، د اوبو سرچینو د پیاوړتیا او د سیلابونو او وچکالیو د زیانونو د کموالي لپاره د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ۱۴۰ چکډمونو پروژې پلي کوي. دغه وزارت ویلي، چې د یادو پروژو په پلي کولو سره به له وچکالۍ سره مبارزه وشي او اوبیزې سرچینې به مدیریت او لا پیاوړې شي.
































