په ننګرهار ولایت کې په لومړي ځل د اکسېجن د تولید یوه دستګاه فعاله شوه. د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې دغه دستګاه ۱۶۵ زره امریکايي ډالره ارزښت لري، چې په یوه دقیقه کې ۳۸۰ لېټره اکسېجن تولیدوي. دوی وايي، په دې سره به تر ډېره بریده د اکسېجن د کمېښت ستونزه هواره شي. دوی وايي، د اکسېجن له یادې تولیدي دستګاه څخه به په دوه ډوله اکسېجن اخیستل کېږي، چې یوه برخه یې بسترونو ته د اکسېجن لېږد او بل هغه یې د ډبو ډکول دي. په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو هم د اکسېجن د دغې دستګاه نصبول خورا ګټور وباله او زیاته یې کړه چې په دې سره به د روغتیا په برخه کې د اکسېجن د کمښت شته ستونزې هوارې شي.
































