د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له ایران سره له شوي تړونه د امریکا وتو ته په اشارې ویلي، دوی ځکه له یاد تړونه ووتل چې ایران د ترهګرو د تمویل لپاره له همدې لارې ډېرې پیسې ګټلی شوې. نوموړي زیاته کړې، اوس یې د ایران پر وړاندې خپله تګلاره په بشپړه توګه بدله کړې او په خبره یې، ایران هغه هېواد دی چې یوازې د زور په ژبه پوهېږي. پومپیو دغه راز ویلي، د ایران له ګواښونو څخه د خلاصون یوازینۍ لار دا ده چې ورباندې تر ټولو سخت بندیزونه ولګول شي.
































